د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ومنله چې ملا برادر نیول شوی


دپاکستان پوځ نن دا خبره تصدیق کړه چی د طالبانو یو لوړ رتبه قوامندان ملا برادر یی نیولی دی. د پاکستان دپوځ یو مطبوعاتی اعلامیه چی نن خپره شوی ده وایی چی د پوره تفصیلی پلټنو نه څرگنده شوه چی ملا برادر هم د هغو څو کسان په جمله ؤ چی په کراچئ کی څو ورځی مخکی ونیول شول.

امریکایی او پاکستانی مقامات وایی چه ملا عبدالغنی برادر په کراچئ کی د امریکایانو او پاکستانی جاسوسانو د شریکو عملیاتو په نتیجه کی ونیول شو. ملا عبدالغنی برادر د طالبانو د تحریک د رهبر ملا محمد عمر نه وروسته تر ټول مهم سړی گڼل کیږی.

امریکایی او پاکستانی ماموران وایی چه په کال یوه دپاسه دوه زره میلادی کی طالبانو په خلاف دجنگ دشروع کیدلو نه وورسته ملا برادر دطالبانو تر ټولو مهم قوماندان دی چه ونیول شو.. ټاکل شوی ده چه نن به دامریکا جمهور ریس بارک اوباما په واشنگټن کی دلوړ رتبه امریکایی مامورانو سره ملاقات وکړی او دافغانستان په اړه به ورسره خبری وکړی. په غونډه کی به دجمهور رییس مرستیال جو بایډن، خارجه وزیره هلیری کلنټن، او د امریکی دپوځ لوړ رتبه قوماندانان ، او افغانستان او پاکستان کی به دامریکا سفیران د ویدویی کانفرانس په وسیله په دی مهمه غونډه کی برخه اخلی.

بل خوا، د پاکستانی ماموران وایی چه نن دامریکا د یوی بی پیلوټه الوتکی په حمله کی چه دافغانستان د سرحد سره نژدی په شمالی وزیرستان کی وشوه، دری تنه تندروان ووژل شول.

په روانه هفته کی دبی پیلوټه الوتکو دا دریمه حمله ده چه په دغه سیمه کی کیږی . پاکستانی ماموران وایی چه هوایی حمله د شمالی وزیرستان دتپی په کلی کی په یوه کور باندی وشوه.

دپاکستانی مامورانو په وینا په همدغه سیمه کی دامریکا د بی پیلوټه الوتکو په حملو کی دیکشنبی او دوشنبی په ورځ لس کسان ووژل شول.

د پاکستان د نیمه خودمختارو قبایلی سیمو نه طالبان او د القاعدی غړي دخپلو پناگاهو په توگه استفاده کوی . دحقانی په مشرئ دطالبانو جنگیالی هم په دغو غرنیو سیمو کی پراته دی ، چه په افغانستان کی دناتو او افغان قواو په خلاف دحملو تور پری لگول کیږی.

امریکایی ماموران په ښکاره توگه دبی پیلوټه الوتکو په حملو باندی دتبصری کولو نه ډډه کوی خو گومان کیږی چه دپاکستان دحکومت سره یی په دی اړه شخړه راپورته شوی ده.

بل خبر وايي، د پاکستان یوی محکمی دهغو پنځو تنو امریکایی اتباعو دظمانت غوښتنه نن رد کړه چه پاکستانی مقاماتو ژټروزرم په تور نیولی ؤ.

ددغو پنځو محصلینو مدافع وکیلانو محکمی ته درخواست کړی و څرنگه چه ددغو کسانو په خلاف شواهد او اسناد نه د ی موجود ،باید په ظمانت باندی ازاد شی.

په دغو پنځو واړه امریکایی ځوانانو رسما په محکمه تور نه دی لگول شوی، مگر دپاکستان پولیس وایی چه غوښتل یی په پاکستان کی دالقاعدی دسړو سره ارتباط ونیسی او په افغانستان کی دامریکایی قواو په خلاف جنگ وکړی.

خو مدافع وکیل یی وایی چه ټول بی گناه نیول شوی دی او هغوی یواځی دخیرته کارونو دسر ته رسولو لپاره افغانستان ته د سفر کولو نیت لره.

دا پنځه واړه محصلین دواشنگټن ډی سی دسیمی اوسیدونکی دی او په پنجاب کی پاکستانی مقاماتو ونیول.

نیول شوی امریکایی اتباع وایی چه دقید په وخت ورته امریکایی او پاکستانی مامورانو شکنجه ورکړ ده مگر امریکایی او پاکستانی مستنطیقین دغه الزم نه منی.

XS
SM
MD
LG