د لاس رسي وړ اتصالات

بوسنیا کې په قتل عام تورن بیا محکمې ته راوستل شو


رادوان کارادیچ محکمې ته وویل هغه له ځانه دفاع نه کوي، بلکه د هغه په وینا د بوسنیایي سربانو دفاع کوي چې له اوږدې مودې راهیسې ځپل کیږي.

(.. زه به د خپل ولس او د هغوی د منازعې دفاع وکړم چې هغه برحقه او مقدسه ده او په دې توگه به زه وتوانیږم چې له ځانه او د خپل هیواد څخه هم دفاع وکړم. ځکه چې مونږ یو ښه مرافعه او ښه شواهد لرو.)

څارنوالان وایي کارادیچ د قومي تصفیې له لارې هڅه کوله چې په بوسنیا هرسیگوونیا کې ټول کروویشان او مسلمانان له مینځه یوسي تر څو یوه ستره سربیا جوړه کړي چې د هغې دا هڅه د خلکو وژنه ده.

خو کارادیچ ټینگار کوي چې دا مسلمانان و چې غوښتل یې د سربانو په له مینځه وړلو سره اسلامي دولت جوړ کړي.

پر هغه باندې زیات تورونه په ١٩٩٥ کې د بوسنیا په سربرینیسا ښار کې د نارینه مسلمانانو د ډله ایزې وژنې په اړه دي.

د دوشنبې په ورځ په محکمه کې د تلف شوو مسامانانو یو شمیر میندې هم حاضرې وې.

(..وروسته له پنځه لس کالو اوس هم هغه د هغه څه په اړه چې کړي یې دي پښیمانه نه دی. هغه هماغسې جنایتکار جگړه مار دی لکه چې و.)

(.. زمونږ د ازادۍ په ورځ دا نننۍ محکمه، کله چې کارادیچ له هر څه انکار کوي، مشکله ده چې سړی یې په هکله خبرې وکړي.)

کله چې کارادیچ خپل دلایل څرگند کړي، څارنوالان به د جنایود قربانیانو لومړني شاهدان راوبلي. او که اتهام پرې ثابت شي، نو کارادیچ به په عمر قید په سزا محکوم شي.

XS
SM
MD
LG