د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ: د ايتلافي قواوو د هوايي بريدونو خلاف مظاهرې شوي


د کونړ ولايت په سلګونو ولسي خلکو دايتلافي قواوو هغه هوايي بريد د يوې مظاهرې په ترڅ کې وغانده چې څو ورځې وړاندې يې له امله د اسمار يه ولسوالۍ کې د دوی په وينا د دوو ولسي میرمنو په شمول لس تنه ولسي کسان ووژل شول .

دغومظاهره کوونکيو په خپلو شعارونو کې دايتلافي قواووپه لاس دملکي کسانو دمرګ ژوبلې غندنه کوله .دغه مظاهره هم داسمار ولسوالۍ په سلګونواوسېدونکيو په سيمه کې تر سره کړه .دوي ويل ايتلافي قواوو دغه هوايي بريد څوشپې وړاندې ترسره کړ. مظاهره کوونکي چې اسمار ولسوالۍ شاوخوا راټول شوي وو دناره تکبير په ويلو يې خپل جذبات څرګندول اوله دولت يې غوښتنه کوله جې ددغې پېښې عاملين دې دوي ته وسپاري .دوي ويل که ددغې پېښې عاملين اوجاسوسان دقانون منګولوته ونه سپارل شي نودوي به له حکومت سره پرېکون وکړي .دمظاهرې په ترڅ کې يوتن چې په سترګوکمزورى واو مېرمنه يې پر هوايي بريدوژل شوې وه

په ژړغوني اوله سلګيو ډک غږويل :پرده تورلګول شوى چې ګواکې دى په کورکې ماينونه جوړوي ده پرولس غږوکړچې رادې شي اودده کوردې وپلټي که يوه ذره څه يې دده له کوره وويستل نو ده ته دې جزا ورکړي .ده ويل دادى دى له څوماشومانو سره يوازې پاتې شو کورودانه يې دده ووژله .ده پر جمهورريس داغږ وکړ:ده وويل زه نه پوهېږم چې زه عرب يم که پښتون يم که پښتون يم نو ولې له ماسره دومره لوى ظلم وشو؟واړه واړه ماشومان يې راته بې موره کړل اوزه ورته په معذوروسترګوناست يم .

ددغې ولسوالۍ امنپه فوماندان ګل رحمان دامني چې دايتلافي قواوو پرهوايي بريد يوشمېر ملکي کسان چې دهمدې سيمې اوسېدونکي وووژل شوي دي ولسوال مساپر قيومزي هم دپېښې پخلى وکړاو ويې ويل چې په دې پېښه کې ملکي کسانو مرګ ژوبله اوښتې ده . .داپه داسې حال کې چې ايتلافي قواوو څوورځې وړاندې په يادې شوې پېښه کې وژل شوي کسان ددولت مخالفين بلل اوديوې خبرپاڼې له لارې يې ويلي ووچې دوي داسمار په ولسوالۍ کې شپږتنه وسله وا ل مخالفين وژلي دي .

دسيمې اوسېدونکي وايي چې له مظاهرې لږ وروسته په همدې سيمه کې پر يوکور توغندى پريوت چې يوماشوم يې وژلى اوڅو تنه نوريې زخميان کړي دي .ددغه ولايت امنيه قوماندان خليل الله ضيايي ددغه توغوندي پړه پروسله والو مخالفينو واچوله اوويې ويل په دې پېښه کې يوماشوم وژل شوى اودوه تنه نورزخميان شوي دي .چې په زخميانو کې يوه مېرمن اويو ماشوم دى .

دکونړ په ولايت کې دغه عمليات پر داسې مهال تر سره کېږي چې ددغوقواوومشرتابه ژمنه کړې وه چې نور به دشپې له خوا دسيمې اوسېدونکيو کورونه نه پلټل کېږي اودعملياتو پر مهال به دملکي کسانو دمرګ ژوبلې مخنيوى کېږي .له بل پلوه ددولت وسله مخالفينو دعوه کړې چې دننګرهار په ولايت کې يې ايتلافي قواووته لېږدونکي دتېلو شپږ ټانکرونه دګوشتې په ولسوالى کې سوزولي دي اويوتن يې وژلى دى.

په سيمه کې پرتې ايتلافي قواووي دوسله والو مخالفينو دغه دعوه نه مني خوافغان محلي ادلره ددغې پېښې پخلى کوي .ددننګرهار ولايت وياند احمدضيا عبدالزى وايي چې دغه پېښه تېره شپه په يادې شوې ولسوالۍ کې رامنځته شوه مخالفين له سيمې تښتېدلي اوڅو ټانکرونه يې سوزولي دي خودسر زيان نه لري .دالومړى ځل دى چې يادې شوې ولسوالۍ کې دايتلاف قواوو مرکز ته دتېلو پر لېږدونکيو ټانکر موټرونو برندکېږي .

XS
SM
MD
LG