د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د چرسو په تولید کې مخکې شوی


ملگری ملتونه وايي علاوه پر دی چې په افغانستان کی په نړيواله سطحه ترټولو زيات ايپم توليديږی، دغه هيواد اوس په نړئ کې د بنگو تر ټولو ستر توليدونکی هيواد دی.

يو راپور چه نن دملگرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو سره دمبارزي دفتر خپور کړ وايي چه دافغانستان په سمه نيمه برخه کی اوس بنگ راشنه کيږی ځکه چې د کوکنارو په مقايسه يي کرل درې چنده ارزانه تماميږی.

د ملگرو ملتونو دغه دفتر وايي چې هرکال په تقريبا لس زره او يا څلور ويشت زره هکټاره ځمکه کی د بنگو بوټی کرل کيږی چې زياته برخه يي دهيواد په جنوب کې ده.

دا راپور وايي چې بنگ هم کله چه ورسيږی نو د اپيمو په شان يي دهغو کسانو له خوا پری ماليه لگول کيږي او بيا په قاچاق باندی وړل کيږی، چه دکنترول لاندی سيمو کی يي راشنه کيږی او دوسله والو مخالفانو لپاره د اضافی عوايدو سبب کيږی.

دملگرو ملتونو دمخدره موادو او جرمونو سره دمبارزي دفتر امر اټونيو ماريه کوسټا وويل چه دافغانستان دمخدره موادو مشکل ډير پيچلی دی او يواځی دکوکنارو او اپيمو پوری مربوط نه دی. هغه وويل چه ددی کار علاج هم دا دی چه حکومت اصلاح شی، او په هغو سيمو چه مخدره مواد توليديږی دابادئ پروژی عملی شی.

XS
SM
MD
LG