د جرمنی صدراعظمی انگیلا مرکل پرون د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی ته په ټلیفون کی د شپږو هغو افغانی عسکرو د وژل کیدو له امله د خواخوږی مراتب څرگند کړل چی د جرمنی د عسکرو سره په یوه تصادفی پیښه کی وژل شوی وو.
په برلین کی د حکومت یوه نطاق وویل چی ښاغلی کرزی د میرمن میرکل نه مننه وکړه چی ټلیفون یی ورته وکړ او هغه هم د هغو دریو جرمنی عسکرو د وژل کیدو له امه خواخوږی وښوده چی د طآلبانو سره په یوه جگړه کی وژل شوی وو.
جرمنی چارواکیو ویلی چی عسکر یی د جمعی په وررځ د جگړی سیمی ته ورروان وو چی د یوی گزمی یی په دوو ملکی موټرونو باندی چی د د درولو د قواماندی نه یی سرغړونه وکړه ډزی وکړی.
زمونږ عسکرو ته وروسته پته ولگیده چی په دی موټر کی افغانی عسکر سواره وو.
ناتو پرون یو خبر لیک خپور کړ او د دغو قربانیانو کورنیو ته یی د خواخوږی مراتب څرگند کړل او د پیښی د تحقیقاتو ژمنه یی وکړه.