د لاس رسي وړ اتصالات

قرغزستان کې خونړۍ مظاهرې پیل شوي


د قرغزستان حکومتی مقامات واېې چه څلوېښت کسان نن په پاېتخت بشکېک کی دپولېسو او مظاهره چېانو په منځ کی په جنگ کی وژل شوی او څلور سوه کسان زخمېان شوی دی.

سختی نښتی هغه وخت نن وشوی چه پولېسو کوښښ کاوه دپولېسو په عمومی قرگاه باندی دمماهره کوونکو دهجوم مخه ونېسی. په داسی حال چه تقرېبا په ټول هېواد ته مظاهرې خپری شوی دی په زرهاو مظاهره چېان نن دقرغزستان پارلمان ته په زور ورننوتل او په بشکېک کی ېې قرغستان دمدعی العموم دفتر ته اور واچوه.

دقرغزستان حکومت نن بېړني حالات اعلان کړ ی دی. دحکومت مخافان واېې چه نوی حکومت ېې جوړ کړی دی او دجمهور رېس باقېوف سره خبری کوئ چه قدرت خوشی کړی. مخالفان واېې سل کسان دپولېسو په ډزو کی مړه دی مگر په ازاد ډول ېې تاېد نه دی شوی.

عېنی شاهدان واېې چه پولېسو د هغو زرگونو مظاهره کوونکو په خلاف اوښکی بهوونکې گاز استعمال کړ او د بی هوشئ گرېنټونه ېې وار کړل، او هم ېې د دټوپکو ډزی وکړی، چه دجمهور رېس قرمانبېک باقېوف داستعفا غوښتنه ېې کوله.

مظاهره کوونکو په پاېتخت بېشکېک کی دپولېسو څو موټر ونېول او کوښښ ېې وکړ چه د دېوه زره لرونکې موټر نه په استفاده د پولېسو د عمومی قرارگاه دروازه ماته کړی او په زور ورننوځی . مظاهره چېانو په دولتی تلوېزون باندی هم قبضه کړی ده.

دا مظاهرې د قرغرستان دنارېن ښار ته هم خپری شوی دی او مظاهره کوونکو دکورنېو چارو وزېر ملډومس گانگانتېوف وواهه خو سمدستی معلومه نه ده چه نوموړی څومره سخت زخمی شوی دی.

د طلاس په ښار کی عېنی شاهدانو ووېل چه مظاهره چېانو نن دپولېسو قرارگاه اشغال کړه . نن دوهمه ورځ ده چه په دغه ښار مظاهری روانی دی. دنارېن په ښار کی زر و کسانو مظاهره وکړه او گونر ېې مجبور کړ چه وتښتی.

دحکومت ماموران واېې چه دسه شنبی په ورځ په طلاس کی دنښتو په دوران کی تقرېبا پنځه اتېا تنه پولېسان ژوبل شول. د قرغرستان صدراعظم دانېار اوسېنوف نن اعلان وکړ چه مظاهره چېان داړه ماران او لوټماران دی .

دمخالفانو څو تنه مشران نېول شوی دی، چه دپارلمان ېو پخوانی رېس عمر بېک تقی باېوف او دوه نور مشران الماس بېک اتمباېوف او تېمور سرېباېوف په کی شامل دی. قرغزستان دمرکزی اسېا ه ېو هېواد دی چه خلک ېې دجمهور رېس باقېوف دظلم او تېری نه ډېر په تنگ دی.

دروسېې دخارجه چارو مرستېال گرېگوری کاراسېن د ټولو خواو نه نن وغوښتل چه دصبر نه دې کار واخلی. او دحکومت نه ېې غوښتنه وکړه چه د زور او قوت نه دې استفاده نه کوی.

XS
SM
MD
LG