د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د اوبام او کرزي ملاقات ښايي فسخ شي


د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې سپېنی ماڼی د سه شنبی په ورځ داسی تازه څرگندونی کړېدی چې په هغو کې د افغانستان د جمهوررئېس حامد کرزی له خبرو نه ناخوښی څرگنده شوېده او داسی اشاره ېې کړېده چې ښاېې په راتلونکې مېاشت کې د ښاغلی کرزی ملاقات له جمهوررئېس اوباما سره فسخ کړی. خو د سپېنی ماڼی د مطبوعاتو منشی رابرت گبز ووېل چې هغه پلان شوی مجلس چې دمی په ١٢ مه به د جمهوررئېس اوباما او ښاغلی کرزی ترمنځ وشی هغه لا په خپل حال دی.

رابرت گبز دهغو تبصرو په باب چې افغان مشر په دې نېژدی ورځو کې د غرب خلاف وکړلی ، ووېل چې موږ به ېقېنا دهغه خبری ارزېابی کړو، مخکی له دېنه چې دا فېصله وکړو چې اېا داسی ېومجلس به تعمېری او گټور وی که نه. رابرت گبز داونه وېل چې ښاغلی کرزی دامرېکا متحد او انډېوال دی.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې داوباما اداره ښاغلی کرزی ته د ېوه شرېکباڼی خطاب کوی چې دترورېزم خلاف جگړه کې ورسره همکاری کوی. ورځپاڼه لېکی چې داوباما اداره په دې ناراضه او خواشېنی شوېده چې ښاغلی کرزی په خپل هېواد کې د غرب مداخله غندلی ده او خارجېان ېې په دې تورن کړېدی چې تېرکال ېې دافغانستان د جمهوری رېاست په انتخاباتوکې ېې پراخه تقلب کړېدی. هغه دې خبری ته هم اشاره کړېده چې دهغه خواشېنی ښاېې دې دېته اړکړی چې له طالبانو سره ېوځای شی.

واشنگټن پوست لېکی چې د ښاغلی کرزی دغه راز له احساساتو ډکو خبرو له خارجه وزېرې هېلری کلنټن سره له خبرو نه وروسته هم دوام وکړ. دې خبری د ښاغلی کرزی نقادان دېته راپاڅولی دی چې دهغه د مشرتابه په باب پوښتنی وکړی. واشنگټن پوست لېکی چې د MSNBC's دتلوېزېون په ېوه پروگرام "Daily Rundown کې د ملگرو ملتونو ېوه پخوانی استاځی، د مرکې په ترڅ کې د ښاغلی کرزی په هکله ووېل چې په خبروکې ېې توازن، نشته دی او هغه ډېراحساساتی کېدلی شی. واشنگټن پوست لېکی چې گالبرېټ دهغو غربی مشرانو په جمله کی دې چی ښاغلی کرزی په خپلو خبرو کې په ډاگه رټلی دی.

واشنگټن پوست لېکی چی هغه مهمه پوښتنه چې دافغانستان د حکومت د ثبا ت په برخه کې موجوده چې په افغانستان کې دامرېکا په مامورېت باندی څه اغېزه لری هغه همداسی په خپل حال پاتی ده.

رابرت گبز دسپېنی مآڼی نطاق ووېل چې موږ غواړو دا ووېنو چې ښاغلی کرزی په خپلو تعهداتو باندی چې د خپل جمهوری رېاست په افتتاحېه وېنا کې او د لندن د بسپنه ورکوونکېو په کنفرانس کې ېې کړي وو، عمل کوی اوکه نه. هغه تعهدات ښاغلی کرزی نه ېوازې له خپلو خلکو سره کړی وو بلکه له نړېوالی ټولنی سره ېې هم کړی وو، ځکه چې نړېوالی ټولنی په دې کې خپل کوششونه کړیدی چې دهغه په هېواد کې ثبات اوامن راشی.

دامرېکا د ېواېس اې ټوډی ورځپاڼی هم د سپېنی ماڼی د نطاق رابرت گبز هغه خبری رااخېستی دی اوتبصره ېې پرې کړېده چې هغه واشنگټن ته د ښاغلی کرزی د سفر په باب خبرېالانو ته کړېدی.

دغه ورځپاڼه لېکی چې کله د سپینی مآڼی له نطاق رابرت گبزنه د ښاغلی کرزی دخبرو په باب پوښتنه وشوه چې په دې برخه کې څه واېې چې ښاغلی کرزی داسی خبری کړېدی چې که امرېکا دهغه پر حکومت باندی فشار ته ادامه ورکړی نو دی ښاېې له طالبانو سره ېوځای شی. رابرت گبز ووېل چې داخبری خواشېنوونکی دی ، مغشوشوونکی دی او په دې باندی غور اوڅېړنه شوېده اودا رېښتېا دی.

دنېوېارک ډېلی نېوز خپرونه لېکی چې دافغانستان ېو معتبر دپلومات ووېل چې ښاغلی کرزی خپلې سېاسی خبری د محلی خلکو لپاره کوی. هغه ووېل چې لکه څنگه چې ښاغلی اوباما خپلو خلکو ته خبری کوی، په همدی توگه ښاغلی کرزی هم خپلو داخلی اورېدونکېو ته داخبری کوی.

دنېوېارک ډېلی نېوز خپرونه لېکی چې رابرت گبز له دېنه انکار وکړ چې دا اټکل وکړی چې دښاغلی کرزی مقصد له دې خبرونه څه دی.

دامرېکا د سنا د خارجی چارو دافغانستان د جرگه گۍ رئېس گاری اکرمن ووېل چې دابه د ښاغلی کرزی په گټه وی چې سپېنه ماڼی ورسره ښې اړېکی ولری. اوس دا ېوازې دهغه درېځ څرگندوی خو داد خوشالی اړېکی ندی. څومره چې هغه پرموږ انتقاد کوی دهغه محبوبېت او شهرت زېاتېږی.

XS
SM
MD
LG