د لاس رسي وړ اتصالات

لاس انجلس ټایمز: امریکا هڅه کوي له افغانستان سره اړیکې ورغوي


د امریکا د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې امریکا کوښښ کوي له افغانستان سره خپلې ترینگلې اړیکې بیرته ښې کړي.

دغه ورځپاڼه وايي، د اوباما حکومت په دې پوهیدلې چې چندان چاره نه لري بې له دې چې خپل اختلافات ختم نه کړي. ځکه چې داسې معلومداره څوک نشته چې د کرزي ځای ونیسي او اوس د ډیپلوماتیکو ناندریو لپاره وخت هم مساعد نه دی.

لاس انجلس ټایمز لیکي، د یکشنبې په ورځ امریکايي مقاماتو کوښښ وکړ چې د افغانستان او امریکا په اړیکو کې یوه سخته معضله نرمه کړي. سیمې ته د امریکا خاص استازي وویل ددې امکان شته چې د کرزي له ادارې سره کار وشي.

ریچارډ هالبروک چې پخوا یې له کرزي سره لفظي شخړې پیښې شوي دي، پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل: "موږ د هغه له حکومت سره ښې اړیکې لرو".

د امریکا د دفاع او خارجه چارو وزیرانو هم ددغې مسئلې په اړه په دې اونۍ کې له تلویزیونونو سره په مرکو کې نرمه ژبه استعمال کړه.

ورځپاڼه لیکي، د څو میاشتو راهیسې د اوباما د حکومت او کرزي تر منځ خړې پړې اړیکې بالاخره په دې روانه میاشت کې راښکاره شوې. دواړو خواوو پوره یوه هفته یوه بل ته تندې خبرې وکړې، ترې دې پورې چې سپینې ماڼۍ څو ورځې مخکې داسې وښودله چې که کرزی خپلې د قهره ډکې خبرې بندې نه کړي، نو واشنگټن ته د هغه بلنه به لغوه کړي.

کرزي په عام محضر کې پر لویدیځ له دې امله انتقادونه وکړل چې دده په خبره د افغانستان په داخلي مسایلو کې لاس وهي. د افغانستان د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې د پراخې جعلکارئ د کیدو پړه یې هم پر بهرنیانو واچوله. او دا له کرزي سره د تړلو دروازو شاته د یوه مجلس د گډون کوونکو خبره ده چې کرزي خبرداری ورکړ که پر د باندې فشارونه ادامه ولري نو بله چاره نشته بې له دې چې له طالبانو سره یو ځای شي.

سپینې ماڼۍ د کرزي دا خبرې خواشینوونکې وبللې اوویې ویل دا ډول خبرې معضله نوره هم غټوي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، خو په دې وروستیو څو ورځو کې، داسې ښکاري چې د امریکايي مقاماتو قهر کښینستلی دی، دوی کرزی د یوه ښه انډیوال په توگه یاد کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، دغه نرمښت څرگندوي چې امریکا چندان چاره نلري بې له دې چې له کرزي سره خپل اختلافات هوار نکړي. یو علت یې ښايي دا وي چې په دغه ملک کې داسې څرگند څوک نشته چې د کرزي ځای ونیسي. او بل دا چې دا مهال د یوه ډیپلوماتیک بحث او جنجال لپاره وخت مساعد ندی.

لاس انجلس ټایمز لیکي، په کندهار کې د ایتلافي قواوو عملیات پلان شوي دي په کومو کې چې د کرزي ملاتړ حیاتي گڼل کیږي. جمهور رئیس کرزی د ناټو او امریکايي قواوو له قومندان جنرال سټانلي مکریسټل سره یو ځای څو ورځې مخکې قندهار ته ورغلی و.

خاص استازي ریچارډ هالبروک د یکشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې په عام محضر کې د کرزي او جنرال مکریسټل د څو ځله یو ځای راڅرگندیدلو ته اشاره وکړي.

د دفاع وزیر رابرټ گیټس د امریکا د اې.بي.سي تلویزیون سره په خبرو کې د مکریسټل سره د ښاغلي کرزي اړیکې ډیرې موثرې وبللې او دا یې هم څرگنده کړه چې د کرزي د غرب ضد سختو خبرو هدف ښايي د خپلو داخلي خلکو رضایت وو.

د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن بیا وویل چې یوازې امریکا نه بلکه کرزی پخپله هم په افغانستان کې "د سختو شرایطو" سره مخامخ دی.

د امریکا د (یو.ایس.اې ټوډې) ورځپاڼې هم د همدې مسئلې په اړه مقاله خپره کړې ده. ورځپاڼه لیکي: امریکايي مقاماتو د یکشنبې په ورځ له بحثونو او جنجال وروسته کرزی وستایه.

جنرال ډیویډ پټریاس چې د عراق او افغانستان د جگړو مسولیت لري، وویل: "جمهور رئیس کرزی عمومي قومندان دی، موږ خو په دغه ملک کې یوازې د میلمنو حیثیت لرو".

پټریاس د یکشنبې په ورځ له کرزي سره د لنډې شیبې لپاره وکتل او ټاکل شوې وه چې نن بیا ورسره خبرو ته کښیني.

(یو.ایس.اې ټوډې) ورځپاڼه لیکي، د امریکا بل عالي رتبه چارواکي، د افغانستان او پاکستان لپاره خاص استازي ریچارډ هالبروک هم وویل: "موږ له دغه حکومت سره ښې اړیکې لرو".

XS
SM
MD
LG