<!-- IMAGE -->
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې تیر کال په افغانستان کې شخړې او جگړې په سلو کې ٨٧ زیاتې شوې وې.
د پنټاگان دغه نیم کلن رپوټ پرون خپور شوی او په کې ویل شوي دي چې ددې جگړو د زیاتیدو وجه په عمومي توگه د ایتلافي قواوو د شمیر زیاتیدل او د متحدانو نوي تعرضي حملې دي.
په دې رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې د یاغیانو له خوا د سړک په غاړو کې د بمونو په حملو کې ٢٦٠ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
همدا د سړک د غاړو د بمونو په چاودنو کې زیات امریکايي عسکر وژل کیږي.
مگر ددغو شخړو او جگړو د زیاتیدو سره سره په رپوټ کې ویل شوي دي چې د زیاترو خلکو نه چې پوښتنې شوي دي، هغوی ویلي دي چې دوی تر تیر کال د زیاتې آرامئ او امنیت احساس کوي.