د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د ناټو اډې ته نږدې ځانمرگې حمله شوې


خوست کې د ناټو اډې ته نږدې ځانمرگې حمله شوې
خوست کې د ناټو اډې ته نږدې ځانمرگې حمله شوې
<!-- IMAGE -->

یوه ځانمرګي برید کوونکي نن د دوشنبې په ورځ خپل د چاودیدونکو موادو نه ډک موټر د خوست په ولایت کې د بهرنیو قواوو هغې اډې ته نږدې الوزولی چې د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې پکې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي.آی.اې) ٧ تنه کار کوونکي وژل شوي وو.

د نن ورځې په چاودنې کې لږ تر لږه یو تن ټپي شویدی.

خوست د پاکستان قبایلي سیمې ته چې د طالبانو او د القاعده د شبکې د پټیدو ځای دی، نږدې پروت دی.

له بلې خوا نظامي چارواکي وایي چې د افغانستان په شمال کې د ناروې اته تنه عسکر د یاغیانو په یوې حملې کې ټپي شويدي. ویل کیږي چې دوه تنه یې ښه کاري ټپي شویدي.

<!-- IMAGE -->

د ناروې د قواوو یوه ویاند ویلي دي چې د هغوي عسکر د بادغیس ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې د افغانستان د امنیتي قواوو سره د غونډې کولو لپاره روان وو چې حمله پرې وشوه.

ویاند وایي چې جګړې تقریباً شپږ ساعته دوام وکړ.

هغه دوه تنه ټپي شوي عسکر چې کاري ټپي شویدي په مزار شریف کې د جرمنیانو په روغتون کې یې درملنه کیږي.

ناروې په افغانستان کې ٥ سوه عسکر لري.

همدارنګه پرن د یکشنبې په ورځ د پکتیا په ولایت کې د ملکیانو په یوه موټر باندې د سړک د غاړې د بم چاودنه شویده. یوه عیني شاهد ویلي دي چې په چاودنې کې لږ تر لږه ٦ کسان وژل شویدي او زیات شمیر نور ټپي شویدي. د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم په شامل دي.

خو په رسمي ډول تر دې دمه په پیښې کې د مرګ ژوبلې د رقم په اړه څه ندي ویل شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د کندهار په ولایت کې د طالبانو پر ضد دسترو عملیاتو نه وړاندې د ملکي خلکو تلفات زیات شویدي.

دغه وزارت ویلي دي چې د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې د ٢١ مې نه نیولې د اپریل د میاشتې تر ٢١ مې پورې ١٧٣ ملکي خلک وژل شویدي.

چې د تیر کال په پرتله پکې ٣٣ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG