د لاس رسي وړ اتصالات

Till Love Comes Again - 2004-04-29




چى تر څو مى جانان بيرته راځي

بيا تر وړانگو لاندي سيورى را ټول سوي زما په وره کى بيا پرته يمه يوازى د فکرونو په دېره کى

خاطرې دى چى را ځغلى تښتوي رانه خوبونه نن به زړه ته وايم ټينگ سه مه لړزېږه په سينه کى

زه پوهېږم چى د هجر اوږدې شپې مى سبا کېږى زما جانان به بيرته راسى د وصال شپې را رسېږى

زما جانان به بيرته راسى نور به نه يمه يوازى له سرو سترگو به مى اوښکى لپى لپى نه تويېږى

شپه تياره تپه تياره ده سپين سبا لرم په مخ کى تر سبا زړه ټينگومه دا شپه هر څه چى پېښېږى

تر هغو به انتظاريم چى يې زېرى د راتلو شى زما جانان به بيراته راسى د وصال شپې رارسېږى

يوه بل ځاى کى بل څوک دى زما په شان يې شپه ترخه ده زما په څېر ډوب دى په غم کى په اغزيو کى يې شپه ده

يوه ورځ به يې له سترگو د ژوندون په اسرار پوه سم ده ته هم قسمت بخښلې دا د زهرو پيمانه ده

تر هغو به انتظاريم چى جانان مى را ستنېږى که کلونه دي که مياشتى که وختونه دي تېريږى

تر هغو به انتظاريم چى يې زېرى د راتلو سى زما جانان به بيرته راسى د وصال شپې را رسېږى

زما به اوښکى کړى را پاکى تياره شپېه به مى رڼا سى له سرو سترگو به مى اوښکى لپى لپى نه تويېږى

نن به زړه ته وايم ټينگ سه مه لړزېږه په سينه کى زه پوهېږم چى د هجر اوږدې شپې مى سبا کېږى .

XS
SM
MD
LG