د لاس رسي وړ اتصالات

د زحل د ستورى نوى عکسونه - 2004-07-03


د امریکا د فضایی چارو اداره وایی هغه عکسونه ېې چی امریکایی او اروپایی فضایی بیړی د زحل د ستوری د سپوږمیو نه اخستی ډیر واضح تصویرونه دی او ددى سېورى په باب به په راتلونکى کى د تڅقىقاتو دپاره گټور ثابت شى. پدى عکسونو کى د یخو ټوټی او د ډبرو ساختمانونه روښانه برېښى .

ددغی اداری مامورین وایی دغه فضایی بیړی اوس د زحل په مدار باندی راگرځی. دغه امریکایی ، اروپایی فضآیی بیړی چی cassini نومیږی اووه کاله پخوا د ځمکی نه وتوغول شوه او د دری نیم ملیلیارد کیلو متر واټن وهلو نه وروسته زحل ته رسیدلی ده . دغه فضاىى بېړى د بېلېونونو ډالرو او په پرمختللى تکنالوژى سمبال ده څلور کلونه به همالته پاتی وی او زموږ د شمسی نظام ددغی دوهمی غټی سیاری په باب به څیړنی کوی

XS
SM
MD
LG