د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی یو شخصی  او غیر قانونی  زندان  - 2004-07-08


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر علی احمد جلالی وایی هغه دری خارجیان چی ددوشنبې په ورځ په کابل کی ونیول شول په خصؤصی توگه یی د ترورزم سره مبارزه شروع کړی او یو شخصی زندان یی جوړ کړی و چه په غیر قانونی ډول یی اته کسه پکی بندیان کړی و . هغه نن په کابل کی خبریالانو ته وویل چی په دوی کی یی لږ تر لږه یو نفر امریکایی تبعه دی . د امریکا سفارت وایی چی دغو دریو تنو ویلی دی چی دوی امریکاییان دی خو ددوی تابعت لا ندی معلوم . سفارت پدوی کی یو جانتن ایدیمه بللی دی . امریکایی اردو خبرداری ورکړی چه ښاغلی ایدیمه ځان د امریکا نظامی یا حکومتی مامور بللی دی . د سفارت یوه بیانیه وایی چه خلک باید پدی پوه شی چه ښاغلی ایدیمه د امریکا د حکومت نماینده گی نه کوی .

XS
SM
MD
LG