د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او د هند تر مينځ د سولی خبری - 2004-07-16


د پاکستان خارجه وزیر خورشید محمود قصوری او د هغه هند ی انډول نتور سنگ به په راتلونکی اونی کی په اسلام اباد کی د سولی په باب د خبرو دپاره کینی . د دوه و ملکونو نه رپوټونه وایی چه دوی به د سارک او یا د اسیایی او ه و هیوادونو د سیمه ایزی غونډی په جریان او یا هم د غونډی نه پس خبری پیل کی . د هند او پاکستان تر منځ د سولی د لاری نخشه چه ددی دواړو هیوادو تر منځ د اعتماد د ترلاسه کولو دپاره د هڅی یو پلاندی پیل شوه او دا دی دوه و اتمی طاقتورو هیوادو ته د سولی او د خپلو تر منځ د روابطو د نورمالو لو دپاره یو غټ چانس بلل کیږی. مامورینو ویلی چه ددی خبرو نتایجو ته دی ډیر له حده زیاتامید هم ونشی ځکه چه دا ددی هیوادو تر منځ د خبرو یوهم پړاو دی . لدی نه وروسته د رسمی خبرو پړاو به د گست په پنځه ایشتمه تر سره شی . ښاغلی سنگ به پاکستان ته د خپل سفر په دوران کی د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف سره هم وگوری.

XS
SM
MD
LG