د لاس رسي وړ اتصالات

دری تنه امرېکاېان چه په کابل کی ېې خلک ناحقه شکنجه کول،محکمی ته حاضر کړی شول - 2004-07-21


يو له هغو امريکايانو نه چي په افغانستان کى د يوه شخصي زندان په سنبالولو او مشکوکو تندروانو ته د شکنجو په ورکولو تورن دى واي چي دوي د امريکا د حکومت د پاره کار کاوه او ددى خبرى د ثابتولو بيلگي او قرينى هم لري.

جاناتان ايدما نن په کابل کى خبريالانو ته وويل چي دى او دده دوه همکاران حاضر دي هغه ايميلونه ، ليکونه او ثبت شوى تلفونى خبرى وښيي چى دوى هميشه ده پنتاگان سره په تماس کى وو. د امريکا حکومت او پوځي مقامات پدغسى تماسونو منکر دي.

دغه درى واړه ملزمان نن په کابل کى يوى محکمى ته حاضر کړى شول چى پر دوي باندى د لگيدلو الزامونو تفصيل او دعوا واوري. محکمى څه د پاسه دوه هفتى خپل کار پدى وځنډاوه چى ملزمان د دفاعي چارو د برابرولو د پاره کافي وخت ولري.

افغان مامورين چى د جولاي په پنځم يي دا کسان ونيول واي جى دوي او ددوي يو شمير همکاره افغانانو پخپل سر په غير قانوني توگه مشکوک دهشتگران بندي کړي او سوال و جواب يي ورنه کړى دى. افغان او امريکاي مامورين واي چى دى پخپل سر چالاکو کسانو کار د خپل ځان د پاره کاوه مگر خلکو ته يي داسى ښودله چى د حکومت مستخدمان دي.

XS
SM
MD
LG