د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمنى وزير ښاغلى ياشکه فشر پاکستان ته تللى - 2004-07-22


د جرمنی خارجه وزیر ‏(‎یاشکه فشر‏)‎ پاکستان ته تللی تر څو د هغه هیواد مقاماتو او مامورینو سره د دواړو هیوادو تر منځ د ازاد تجارت په باب خبری وکی او تر رزم سره د مبارزی په برخه کی یو بل سره اړیکی لا هم ټینگی کی . د پاکستان د اسوشیتد پرس خبری اژانس وایی ښاغلی ‏(‎فیشر‏)‎ نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف او د پاکستان خارجه وزیر ‏(‎خورشید محمود قصوری ‏‏)‎ سره وکتل. د پاکستان خارجه وزیر نن لږ وختی وویل چه پدی خبرو کی د افغانستان د بیا جوړونی ، هند او پاکستان تر منځ د سولی منځ ته راوړل او د تمی وسلو د نه خپرولو موضؤعات شامل و . پاکستان ته د ښاغلی فیشر سفر وروسته له هغه وشو چه د هند او پاکستان مشران په سیمه ایز کنفرانس کی چی په اسلام اباد کی دایر شوی و د یو بل سره د سولی او اعتماد په باب خبری وکړی او د غونډی په اخر کی دواړو خواو ژمنه وکړه چه د سولی په راوستلو کی به وهڅیږی.

XS
SM
MD
LG