د لاس رسي وړ اتصالات

په  کندهار کې د بم چاودنه  - 2004-07-23


په افغانستان کې ماموران وائې، په جنوبی ولایت کندهار کې چې دطالبانو د پرزول شوی حکومت قوی مرکز ؤ، د بم په چاودنه کې لږترلږه یو امریکائې عسکر زخمی شویدی . پولیس وائې، دغه بم نن د جمعی په ورځ په داسی وخت کې وچاودید چې د امریکا په مشری یو پوځی کتار دهغه سرک سره تیریده چې هوائې میدان د کندهار د ښار سره نښلوی . د ائتلاف په زرگونو عسکر دکندهار په هوائې میدان کې دیره دی . دغه بم یوه ورځ وروسته له هغې وچاودید چې مشکوکو طالبانو دهلمند په جنوبی ولایت کې د حکومت یولس طرفداران ووژل . په افغانستان کې دامریکا په مشری قواو د یودپاسه په دوه زرم کال کی د طالبانو رژیم راوپرزاوه .دطالبانو پاتی کسان د کابل دحکومت مخالف دی او ژمنه ئې کړیده چې د اکټوبر او اپریل په میاشتو کې به ملی انتخابات گډ وډ کړی .

XS
SM
MD
LG