د لاس رسي وړ اتصالات

د ډموکرات گوند څلورڅلویښتم کانوانسيون  - 2004-07-27


پخوانی جمهوررئیس بل کلنټن د ډموکرات گوند څلورڅلویښتمی غونډې ته بیگاه وینا وکړه او یو مهم وینا کوونکی ؤ . په داسی حال کې چې هغه د گوند د استازو نه وغوښتل چې جان کیری انتخاب کړی، برخه والو چکچکی کولی .

ښاغلې کلنټن چې دوه دوری د امریکا جمهوررئیس ؤ، غونډې ته وویل، ډموکراتان غواړی چې راتلونکی انتخاباتی مبارزه په شوق سره وکړی. ځکه نو موږ ډموکراتان به په روان کال کې گټوره انتخاباتی مبارزه وکړو ،پدی به ډیر سر نه خوږو چې څوک ښه دی او څوک خراب مگر پدی به ټینگار کوو چې دیوې محفوظی او هوسا نړۍدجوړولو لپار ه به کومه طریقه ښه وی چې زموږماشومان دهغې مستحق دی .

ښاغلې کلنټن په جمهوررئیس بوش باندی انتقاد هم وکړ او وائې، جمهوریت غوښتونکی یو تقسیم شوی ملت غواړی او د هغو پالیسو ملاتړ کوی چې د شتمنو په طرفداری وی . پخوانی جمهوررئیس وائې، هغه دی ته تیار دی چې دنورو ډموکراتانو سره په گډه کوښښ وکړی چې د مسا چوسټ سناتور جان کیری انتخابات وگټی

په داسی حال کې چې موږ د جمهوری ریاست د مقام لپاره په باسټن کې د نیو اینگلینډ یو رښتنی وطن دوست نوموو، زه نن شپه تاسی ته د درو ملې غونډو نه وروسته چې په هغو کې کاندید یا جمهوررئیس اوم،دیوتبعه په حیث راغلی یم چې هغه رول ولوبوم چې ما پخپل ټول ژوند کې لوبولی دی. دغه ایالت په نورو وختونو کې موږ ته جان ایډمزاو جان کنیډی راکړیدی او اوس ئې جان کیری راکړیدی چې یو ښه شخصیت ،یو مهم سناتور او یود پراخ نظر خاوند دی .

پخوانی ډموکرات جمهوررئیس جمی کارټر غونډی ته وویل، په داسی حال کې چې امریکا په نړۍ کې پدی منل شویده چې دآزادی او عدالت لپاره مبارزه کوی، دبوش د حکومت پالیسو هغه شهر ته تاوان اړولی دی .

امریکا دخپلو متحدینو نه پردی شویدى، خپل دوستان ئې خفه کړیدی او خپل دښمنان ئې په هغه سټراټیجی خوشحاله کړیدی د خبر نه دمخه حملی لپاره ئې غوره کړیده . موږ دخپلو متحدینو سره اختلاف پیدا کړیدی ، نړۍ د موږ نه خواشنی شویده او په منځنی ختیځ کې اور بل دی ،موږ جان کیری ته ضرورت لرو چې د تروریزم په خلاف جنگ ته نوی ساه ورکړو .

ښا غلې الگور غونډې ته وینا وکړه .هغه پخپله وینا کې دعراق د جنگ په باب په ښا غلې بوش انتقاد وکړاو وائې، غواړی چې د تروریزم په باب جنگ نه نظر بلی خوا ته واړوی .

دډموکرات گوند ماموران وائې، وینا کوونکو د څلورورځنی ملی غونډې په لومړی ورځ په جمهوررئیس بوش باندی دانتقاد کولونه په ډه ډه کړل . نن دډموکرات گوند دملی غونډی دوهمه ورځ ده. ننی غونډې ته به د جمهوری ریاست دمقام دپخوانی کاندید او د ورمونټ پخوانی گورنر، دکانگرس غړی او په غیر معمول ډول دپخوانی جمهوری غوښتونکی فقید جمهوررئیس زوی ران ریگن خبری وکړی .

XS
SM
MD
LG