د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی د چین سفارت ته نژدې یو راکټ وچاود - 2004-07-28


پرون نا وخته په کابل کی د چین سفارت ته نژدې یو راکټ وچاود ، مگر څوک په کی ژوبل شوی نه دی . عینی شاهدانو وویل چی دې چاودني د سفارت مخی ته په سړک کی یوه کوچنۍ کنده جوړه کړې ده . یو رپوټ وایی چی په دې چاودنه کی د ودانیو څو کړکۍ ماتی شوی دی . دا نه ده معلومه چی ددې راکټ هدف خپله د چین سفارت و که څنگه . نړۍ والی سوله ساتونکي قواوی ددې پېښی تحقیقات کوی . دداسی راکټی حملو چی اکثره په کابل کی کیږی ملامتی په پخوانیو راپرځول شوو طالبانو اچول کیږی .

XS
SM
MD
LG