ياغيانو په جنوب ختيځ افغانستان کى په يوى نظامي تاڼى حمله وکړه او څلور حکومتي عسکر يى زخمي کړل . دغه تاڼه د افغانستان او پاکستان د سرحد سره نژدى پرته ده . پدغه جگړه کى امريکاي هيلي کاپټرو هم برخه اخيستى وه .
يو افغان قوماندان نن د دوشنبى په ورځ وويل چى د خوست د ولايت د گربز د سيمى جگړه کى يو نامعلوم شمير افراطيان ووژل شول . دغه سيمه د کابل جنوب ختيځ پلو ته پرته ده .
جنرال خيال باز وويل چى عسکرو يي يو ياغي نيولى دى چى نه غواړي خبرى اوکړي . ددغه ياغي تابعت معلوم ندى مگر افغان او امريکاي ماموران دواړه پدى عقيده دي چى ښاي عرب وي .
ياغيان تل په هغو امريکاي او افغان مرکزونو حملى کوي چى په دغه غرنئ سيمه کى پراته دي . ډير دغه ياغيان د طالبانو د پخواني رژيم نه پاتى دي .