د لاس رسي وړ اتصالات

امریکائې پوځ وائې،په افغانستان کې د نظامی زندانونو تفتیش پای ته رسیدلی دی - 2004-08-09


امریکائې پوځ وائې،په افغانستان کې د نظامی زندانونو تفتیش او کره کتنه پای ته رسیدلی او په زندانونو کې ئې دمهمو او ضروری آصلاحاتو پیشنهاد کړیدی . دامریکا پوځی نطاق جگړن سکاټ نیلسن اعلان وکړ چې په زندانونو کې موجوده کمبودی په گوته شوی او غم ئې خوړل شویدی . هغه پدی باره کې نورتفصیلات ورنکړل . ښا غلئ نیلسن وائې،دتفتیش نتیجی او د پالیسی بدلون به وروسته اعلان شی . په افغانستان کې امریکائې قوماندان ډگر جنرال ډیویډ برنو دروان کال په سر کې وروسته له هغې دتحقیقاتو امر ورکړ چې افغانانو تور ولگاوه چې په امریکائې زندانونو کې ددوی سپکاوی شویدی .پوځ د هغو بندیانو په باره کې هم تحقېق کوی چې په امریکائې زندانونو کې مړه شویدی . ویل کیږی چې امریکا به مستقلو څارونکو ته اجازه ورنکړی چې دغه زندانونه وگوری مگر دسره صلیب بین المللی کمیټه به اجازه ولری چې د بندیان سره وگوری . دسره صلیب د تحقیقاتو نتیجی نه خپریږی او څوک ورڅخه نه خبریږی .

XS
SM
MD
LG