د لاس رسي وړ اتصالات

هغه افغانان چى په اندونيزيا کى د لوږی اعتصاب یې شروع کړی وو،  په روغتون کی بستر شوي دي  - 2004-08-24


اندونیزیا وایی لږتر لږه لس پناه غوښتونکي افغانان دوې هفتې وروسته له هغه چی د لوږی اعتصاب یې شروع کړی په روغتون کی بستر شوي دي . ډاکټرانو ویلی دي چی ددغو ناروغانو د بدن اوبه وچی شوي وې او علاج یې شوی دی . د مهاجرینو د پاره بین المللی سازمان وایی لږ تر لږه ٣٧ افغانانو د لوږی اعتصاب ته دوام ورکړی چی په ملگرو ملتونو باندی اعتراض وکړی چی ولی دوی د مهاجزینو په توگه نه قبلوی . څه دپاسه دوه کاله کیږی چی هغوی د اندونیزیا په لویدیز کی په جاوا کی په یوه مسافر خانه کی اوسیږی . دغو افغان پناه غوښتونکو دا اعتصاب وروسته له هغه شروع کړ چی د ملگرو ملتو مامورینو وویل دوی د مهاجرو په توگه ددغو افغانانو عریضې نوری نه اخلی . پدغو افغانانو کی ځینو یې خپلی خولې تړلي دي .

XS
SM
MD
LG