ټاکل شوې دپاکستان ملی اسامبله نن نوئ صدراعظم انتخاب کړی . داسی ښکاری چی په رای گیری کی د جمهور رئیس مشرف د طرفدار شوکت عزیز چانس زیات دی . توقع کیږی د مالیې وزیر شوکت عزیز د ملی اسامبلې د ٣۴٢ غړو اکثریت رایی وگټی . هغه به د سرپرست صدراعظم چودری شجاعت حسین په ځای چی په دې هفته کی یې استعفی وکړه راشی . د پاکستان مخالفو گوندونو جاوید هاشمی چی اوس بندی دی د صدراعظمۍ د چوکۍ دپاره خپل کاندید ټاکلی دی .مگر فکر نه کیږی هغه دی کامیابه شی . ښاغلئ هاشمی له دې کبله بندی شوئ چی د پاکستان د اردو سپکاوی یې کړی و . مخالفین وایی چی په هغه باندی دا تور په سیاسی لحاظ لگیدلئ و .