د لاس رسي وړ اتصالات

ددرو امریکایانو محاکمه لس ورځی ځنډیدلی ده  - 2004-08-30


ددرو امریکایانو محاکمه چې د افغانانو دبندی کیدو او شکنجه کیدو تور پری لگیدلی دی، لس ورځی ځنډیدلی ده . ددغو متهمانو مدافع وکیلانو دا غوښتنه کړی وه . ټاکل شوی وه چې دغه محاکمه نن پیل شی مگر قاضی هغو مدافع وکیلانوته چې نوی کابل ته رسیدلی دی ، وخت ورکړیدی چې دمتهمانو د قضیه لپاره تیاری ونیسی . څارنوالان دا دلیل راوړی چې دغو تورنو کسانو په کابل کې شخصی زندان لاره او یوشمیر بندیان ئې شکنجه کړیدی . دمتهمانو مشر جوناتن ادیما وائې، دی او دهغه دوه همکاران تل دپنتاگان سره په تماس کې ؤ مگر حکومت د ښا غلې ادیما دا ادعا ردوی او وائې، دهغه سره هېڅ ارتباط نلری . دغه دری کسان د جولای په میاشت کې بندیان شویدی او که داتور پری ثابت شی نو تر شلو کالو پوری سزا پری ختلی شی . ټاکل شوی چې ددوی محاکمه بله هفته پیل شی .

XS
SM
MD
LG