د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان په شمال لویدیځ کې د افغانستان پولی سره نژدی یو توغندی لگیدلی دی - 2004-08-30


دپاکستان په شمال لویدیځ کې د افغانستان پولی سره نژدی یو توغندی لگیدلی دی چې پنځه تنه ئې زخمی کړی او یو شمیر کورونو ته ئې تاوان اړولی دی . دصوبه سرحد دایالت په بنوکې د امنیتی چارو ماموران وائې، دوه توغند ی دټرانسمیشن په برج او دیوې پوځی قشلی په انگړ ولگیدل او دری نور ئې دخلکو په کورونو ولگیدل . دغه ښارگوټی په نیمه خودمختاره قبائلی سیمه کې دی چې پوځیان د القاعدی د ترورستی شبکی د غړو او د طالبانو د پاتی کسانو پسی گرځ چې پیدا ئې کړی . دننی حملی مسؤلیت چا په غاړه ندی اخیستی . مگر محلی ماموران وائې، داسی ښکاری چې دغه حمله هغو افراطیانو کړی وی چې دالقاعدی سره ارتباط لری او گمان کیږی چې په دغه سیمه کې پټ شویدی .

XS
SM
MD
LG