د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا په مشری ائتلاف تراوسه داسامه بن لادن پسی گرځی - 2004-09-07


دامریکا دتروریزم ضد مامورانو اسامه بن لادن دځمکی په کره باندی داسی شخص بللی دی چې دهغه دنیولو پسی ډیری جدی هڅی کیږی . دوی وائې، دهغه په سرباندی پنځه ویشت میلونه ډالر ایښودل شویدی اودهغه نیول مازی د وخت خبره ده . امریکا دبهرنیو چارو دوزارت د تروریزم ضد چارو منتظم جوسیف کوفربلیک وائې: ١ که اسامه بن لادن ساعت لری نو هغه باید ورته ځکه وگور چې ستنه ئې په ډیره تیزی تاویږی . هغه به ونیول شی . دامریکا په مشری دیودپاسه د دوه زرم کال دډیسمبر په میاشت کې د افغانستان د تورې بوړې په سیمه باندی حمله وشوه . ددغې حملی په وخت کې اسامه بن لادن د خپل مصری مرستیال ایمان ال ظواهری سره لادرک شو او دهغه وخت نه راپدی خوا دهغه په باره کې کره استخباراتی رپوټونه لاس ته ندی راغلی . دامریکا نظامی حملی د یودپاسه په دوه زرم کال کې په افغانستان کې دترورستانو په مرکرزونو پیل شوی چې ددغو حملو هدف دطالبانو رژیم هم ؤ ځکه چې اسامه بن لادن او دهغه د القاعدی ترورستی شبکی غړو ته ئې پناه ورکړی وه . دطالبانو رژیم ژرنسکور شو مگرمشرئې ملامحمد عمر وتښتید او دهغه پسی لټون روان دی . پوځی لټون دافغانستان په جنوبی سیمو کې روان دی چې دا یووخت د طالبانو قوی مرکزؤ. دهغه وخت نه راپدی خوا چې ملا محمد عمر تښتیدلی دی ،دهغه په باره کې نه چا څه اوریدلی دی او نه هغه کومه بیانیه خپره کړیده . گمان کیږی چې اسامه بن لادن دعربو تلویزنی شبکی الجزیری ته کله نا کله ټیپ شوی پیغامونه استوی . دامریکا داستخباراتو د چاروماموران پدی عقیده دی چې ښائې، اسامه بن لادی د وزیرستان په نیمه خود مختاره سیمه کې پټ وی . پاکستان د جولای د میاشتی نه راپدی خوا چې نظامی عملیات ئې پیل کړیدی،تقریبآ اویا تنه نیولی دی . ښاغلی بلیک تیره هفته اسلام اباد ته سفر کړی ؤ. هغه دخپل سفر په وخت کې د پاکستان یوی تلویزنی شبکی ته وویل، امریکا او متحدین ئې په تیرو دومیاشتو کې داسامه بن لادن نیولو ته نژدی شویدی . لیکن دپاکستان حکومت او داستخباراتو د چارو ماموران وائې، دوی تراوسه داسی کره معلومات لاس ته ندی راوړی چې دهغوی له مخی بن لادن ونیسی . دپاکستان د کورنیو چارو وزیر افتاب احمد وائې :٢ دالقاعدی ډیر مشکوک غړی نیول شویدی او ددوی نه تحقیقات روان دی خو دا څوک نشی ویلای چې ددغو تحقیقاتو له مخی دالقاعدی د مهمو غړوپه باب ورته پته لگیدلی ده . ځینی څارونکی پدی متیقینه ندی چې اسامه بن لادن دی دهغو حملونه ژوندی پاتی وی چې امریکائې قواو د یودپاسه په دوه زرم کال کې په افغانستان کې کړی وی .

XS
SM
MD
LG