د لاس رسي وړ اتصالات

د حامد کرزی په هلیکپټرباندی د حملې په تور درى کسان نيول شوي دي - 2004-09-17


دافغانستان د کورنیو چارو دوزارت نطاق وائې، پولیسو دگردیز ښارته نژدی د توغندی د لگیدو په ارتباط دری تنه نیولی دی.ویل کیږی چې ددروواړو عمرونه دشلوکالو په شاوخوا کې دی . نطاق لطف اله مشعل نن د جمعی په ورځ وویل، ددرونه دوتنو ئې اعتراف کړیدی چې دتوغندی ډز دوی کړیدی . دطالبانو طرفدارو ملیشو هم دتوغندی دگوزار مسؤلیت منلی دی . ښاغلئ مشعل وائې، تحقیقات لا په لومړی پړاو کې دی مگر داسی نخښی نښانی څرگندی شویدی چې ښائې دغه نیول شوی کسان د طالبانو غړی وی. تحقیقات تراوسه روان دی مگرددوی څیری او کړه وړه داسی ښکاری چې ښائې طالبان وی . پولیسو دگردیز نه لس کیلومتره لیری په یو مرکزکې دبم جوړولو الی او تجهیزات هم پیدا کړیدی . په داسی حال کې چې ښاغلی کرزی گردیزته د جمهوری ریاست د انتخاباتی مبارزی لپاره روان ؤ چې په هلیکپټرئې دتوغندی گوزار وشوی.دا دکابل نه چې په نسبی توگه محفوظ ښار دی ، بهر دهغه لومړی سفر ؤ . ښاغلې کرزی دحملی نه سمدستی وروسته کابل ته ستون شو . دهغه وخت نه راپدی خوا چې ښا غلې کرزی د افغانستان د انتقالی دولت جمهور رئیس شویدی، امریکائې او افغان امنیتی قواوی دهغه حفاظت کوی . دافغانستان د انتقالی دولت رئیس چې دامریکا ملاتړ ورسره دی، پرون د پنجشنبی په ورځ هغه تورونه ردکړل چې وائې، گردیزته دهغه نه تگ دهغه موقف په سیمه کې کمزوری کړیدی . ښاغلئ کرزی وائې، هغه باورلری چې داکټوبر دنهمی نیټی انتخابات به وگټی مگر هغه رپوټونه چې پدی وروستیو وختو کې خپاره شویدی وائې، کیدای شی چې د انتخاباتویتنجی دومره سره نژدی وی چې دوهمی ځلی انتخاباتو ته به ضرورت پیدا شی . موږ په افغانستان کې دډموکراسی یو نوی پړاو ته داخلیږو . زه پوره هیله لرم چې که لومړی یا دوهم پړاو انتخابات وی،وبه ئې گټم . دطالبانو پاتی کسانو او ددوی دالقاعدی د ترورستی شبکی متحدینو ژمنه کړیده چې دجمهوری ریاست انتخابات به گډوډ کړی . دامنیت په باره کې اندیښنی شته دی مگر انتقالی حکومت پدی ټینگار کوی چې انتخابات به پخپل وخت وشی .

XS
SM
MD
LG