د لاس رسي وړ اتصالات

دالمان صدراعظم گرهاردشرویډر افغانستان دکامیابو انتخاباتو له کبله وستایه - 2004-10-11


دالمان صدراعظم گرهاردشرویډر افغانستان دکامیابو انتخاباتو له کبله وستایه او پیشگوی ئې وکړه چې ښاغلې کرزی به بریالی شی . ښاغلې شرویډر نن ددوشنبی په ورځ په کابل کې دښاغلې کرزی سره دخبرونه وروسته گډ مطبوعاتی کنفرانس ته وویل، دغه انتخابات په جنگ ځپلی افغانستان کې دډموکراسی او ثبات په لور یو لوی گام دی . ښاغلې کرزی دښاغلې شرویډر څخه مننه وکړه چې دشنبی دورځی دانتخاباتو نه سمدستی وروسته ئې افغانستان ته سفروکړ . ښا غلې کرزی المان وستایه چې دافغانستان په بیاودانولو کې ئې، پوره ونډه اخیستی ده . ښاغلې دالمان هغه عسکر هم ولیدل چې دناټو دنهو‏(‎٩‏)‎ زرو سوله ساتونکو عسکرو یوه برخه ده . ښاغلې شرویډر له پاکستان نه افغانستان ته تللی دی .هغه په پاکستان کې دجمهور رئیس پرویز مشرف او صدراعظم شوکت عزیز سره تروریزم په خلاف جنگ او په دواړخیزو روابطو باندی غږیدلی ؤ .

XS
SM
MD
LG