د لاس رسي وړ اتصالات

اسراییلو نن د جمعی په ورځ د جبالیه د مهاجرینو پر کمپ باندی راکټي حمله وکړه - 2004-10-15


د فلسطین د روغتیایی چارو منابع وایی اسراییلو نن د جمعی په ورځ سهار وختی د جبالیه د مهاجرینو پر کمپ باندی د راکټ په ډزو کی دوه تنه فلسطینیان ووژل.

د اسوسییتد پرس خبری اژانس د اسراییلی پوځی قواو له قوله وایی چی دوی دا توغندی د تندرو مخالفانو پر یوی مسلحی ډلی باندی فیر کړ. دا ودی اونی کیږی چی اسراییلو د غزی په تړانگه کی سخت تعرضی عملیت پیل کړی تر څو د اسرییلو په جنوبی برخو باندی د راکټی حملو مخه ونیسی. پدی عملیاتو کی پنځه تنه د پنجشنبې په ورځ ووژل شول. په عین وخت کی د اسراییلو خبی اژانسونه وایی چی د اسراییلو صدراعظم اریل شرون او د دفاع وزیر شاول موفاز پریکړه کړی چی د غزی په تړانگه کی ددی عملیاتو شدت کم کی . اسرییلی پوځ وایی چی دوی به د جبالیه مهاجرو کمپ نه ورو ورو ووځی خو که بیا بیرته د اسریللو په جنوبی برخو باندی د توغندیو حملی وشی نو بیرته به کمپ ته ور دننه شی .

XS
SM
MD
LG