د لاس رسي وړ اتصالات

برمته کوونکو دانتخاباتو دچارو ددروبرمته شوو کسانو ویډو ټیپ خپورکړیدی  - 2004-10-31


په افغانستان کې دانتخاباتو دچارودخارجی کارکوونکو برمته کوونکی وائې، که دغوښتنو لست ئې ترچهارشنبی پوری ونه منل شی نو خپل برمته شوی کسان به ووژنی . په دغو غوښتنو کی له افغانستان نه دملگرو ملتونو دمامورانو ایستل شامل دی . برمته کوونکو دانتخاباتو دچارو ددروبرمته شوو کسانو ویډو ټیپ خپورکړیدی . په دغودروتنو کې دکاسوو یوه ښځه، دفیلیپین یوسړی او یوه ائرلینډی ښځه چې دبریتانی او ائرلینډ دواړو تابعیت لری، شامل دی . دالجزیری تلویزنی شبکی نن دیکشنبی په ورځ دغه ویډو ټیپ خپور کړ . په دغه ویډو ټیپ کې دری واړه برمته شوی کسان روغ رمټ ښکاره کیدل مگر دامعلومه نده په دغه ویډو ټیپ څه وخت تیار شویدی . برمته کوونکو چې ځان ته جیش مسلمین یا داسلام پوځ وائې،گواښ کړیدی چې که په افغانستان او دامریکا په گوانتانامو کې ددوی بندیان ترچهارشنبی پوری خوشی نشی نودوی به ددرو واړو برمته شوو کسانو نه سرونه غوڅ کړی . دوی داهم غواړی چې له افغانستان نه دی دملگرو ملتونو کارکوونکی اووځی .ملگری ملتونه په دغه هیواد کې دانتخاباتو په چارو کې دمرستی کولو په شمول یو شمیر بشری پروگرامونه پرمخ بیائی . دملگرو ملتونو نطاق میانوائل ده المیدا سیلوا نن دیکشنبی په ورځ دانتخاباتودچارو دبرمته شوو کارکوونکو دخلاصون لپاره احساستی غوښتنه وکړه . هغه وائې:١ موږ ټول دهغه چانه چې دغه کسان ئې برمته کړیدی ، غوښتنه کوو چې تاوان ورته ونه رسوی .ددغو دروواړو روغتیا ته دی پام لرنه وشی او ددی دټولو نه ښه ځواب دادی چې سمدستی دی خوشی کړی شی . هغه دامنیتی دلائلو په علت دهغو تحقیقاتو په باره کې تفصیلات ورنکړل چی ددغو کسانو دبرمته کیدو په باره کې کیږی مگر وېی ویل چې ملگری ملتونه به په دغه هیواد کې خپل کارته دوام ورکړی . افغان مقامات وائې، دوی پدی ارتباط دری تنه نیولی دی . دکورنی جنگ نه وروسته په افغانستان کې یوشمیر افراطی او ترورستی ډلی فعاله دی . ټولې دغه ډلې غواړی چې دافغانستان په بیاودانولو او امنیتی چاروکې دی خارجی ملکونه ونډه نه اخلی او له دغه ملک نه دی اووځی .

XS
SM
MD
LG