د لاس رسي وړ اتصالات

افراطی مسلمانانو چې دملگرو ملتونو دری کاروکوونکی ئې برمته کړیدی، دوتنو ته ئې اجازه ورکړه چې دخپلی کورنې دغړو سره تماس ونیسی  - 2004-11-09


افراطی مسلمانانو چې دملگرو ملتونو دری کاروکوونکی ئې برمته کړیدی، دوتنو ته ئې اجازه ورکړه چې دخپلی کورنې دغړو سره تماس ونیسی . دبرمته شوی فیلیپینی ‏(‎انجیلیتونایان ‏)‎ کورنې نن دسه شنبی په ورځ دبرمته کونکونه وغوښتل چې هغه دی خوشی کړی، په داسی حال کې چې دکوسووائې دښځینه کارکوونکی خپلوان وائې، هغې ورته ددوشنبی په ورځ تلیفون کړې او دخپل صحت ډاد ئې ورکړیدی. جیش مسلمین یا داسلام دلښکر په نوم یوې ډلې چې پخوا ئې نوم ندی اخیستل شوی، څه دپاسه دوه هفتی پخوا دیوې ائرلینډی ښځی سره دغه دوه کسان و تښتول. دغې ډلې دخپلو برمته کوونکو دوژلو لپاره څوځلی نیټی وټاکلی او هغه ئې بیا واوږدی کړی. رپوټونه وائې، افغان مرکچیانو دبرمته کونکوسره تماس ټینگ کړیدی.سړی تښتونکی دشپږویشتو بندیانو چې ښائې ځینی دامریکا په زندان کې وی، خوشی کول غواړی . لیکن دکابل حکومت او ملگروملتونو دغه رپوټ چې دوی دبرمته کونکو سره خبری کړی ندی تائید کړی.

XS
SM
MD
LG