د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتو د دریو مامورینو  برمته کونکی ډله وایی چی ډیر زر به ددغو دریو کسانو د وژلو په باب یو فیصله وکړی  - 2004-11-16


دکابل نه د ملگرو ملتو د دریو مامورینو برمته کونکی ډلی چی ځانته جبیش المسلیمین یا د مسلمانانو لښکر وایی ،ددوی گڼو مشرانو ویلی دی چی ډیر زر به د ملگرو ملتو ددغو دریو برمته شوو کسانو د وژلو په باب یو فیصله وکړی،خو ویلی دی چی دا هم کیدای شی چی دغه کسان دوی سره تر میاشتو یا کلنو همداسی بندی پاتی شی.

ددغی ډلی مشرانو تر اوسه څو څو ځله خپلی خبری بدلی کړیدی او یوه خبره اوس هم کوی او هغه دا چی دوی ددغو برمته شوو کسانو په بدل کی د هغو ٢٦ طالبانو خوشی کولو دپاره مذاکرات کوی چی دا وخت د هیواد دننه په زندانونو کی دی.

په اول سر کی دغو برمته کونکو دا هم غوښتنه کړی وه چی ټول امریکایی عسکر دی د افغانستان نه ووځی او او د امریکا یانو سره بند ټول طالب قیدیان دی خوشی کړی شی.

خو ددی میاشتی په سر کی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت معین رچړډ ارمټاج ویلی وو چی امریکا د برمته کونکو سره د خبرو نیت نه لری او د جیش المسلمین لخوا خپرو شوو تازه بیانونو کی د امریکا سره تړلی کومه غوښتنه نه ده تکرار شوی.

دغو برمته کونکو تر اوسه څو څو ځله د خپلو غوښتونه د پوره کولو دپاره ټاکلی شوی نیټی فسخ کړی او بیرته نوی کړیدی.

بل خوا د افغانستان د جمهورری ریاست نطاق جاوید لودین ویلی دی چی دی نه شی کولی چی د برمته کونکو او افغان حکومت ترمنځ روانو خبرو په باب تفصیلات ورکړی. خو دومره ویلی شی دی د په دی مورد کی ډیر خوشبینه دی.

ښاغلی لودین وایی

مونږ دغه مسله حل کولی شو او باید پر امیده ووسو خو بیا هم یو څه انتظار به کول غواړی او گورو به چی څه کیږی،

په دغو دریو برمته شوو خارجی کارکونکو کی دوه ښځی دی چی یوه د کوسو او بله د ایر لینډ ده او دریم یو فلیپنئ دیپلومات دی چی تیره میاشت د کابل نه د ټوپک په زور برمته کړی شوی وو.

XS
SM
MD
LG