د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت یو نطاق وایی هغو خلکو چی د ملگرو ملتو درې کارکونکي یې تښتولي دي مبارزین ندي.  دوی عام جنایتکارا  ن دي . - 2004-11-17


د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت یو نطاق لطف اله مشعل وایی هغو خلکو چی د ملگرو ملتو درې کارکونکي یې تښتولي دي عام جنایتکاران دي نه د مبارزینو هغه ډله چی ددغو کارکونکو د نیولو ادعا یې کړې ده . هغه نن وویل حکومت باور لری چی وسله والو غلو او داړه مارانو دغه دوې ښځي او یو سړئ تیره میاشت په کابل کی نیولي دي او تراوسه یې هم کوم ځای په کابل کی ساتلي دي . یوې اسلامي مبارزي ډلي چی ځان د مسلمانانو پوځ بولی وویل چی دا کار هغې کړی دی . دغي ډلی وروسته د یرغملو د آزادۍ د پاره ځیني غوښتني وکړې او د هغو د ترسره کولو د پاره یې د یرغملو د وژلو مهلت څو واره وځنډاوه . او بیا یې په خپلو غوښتنو کی تغییرات هم را وستل . د هغوی وروستۍ غوښتنه د ٢٦ بندی طالبانو خوشی کیدل دي .

XS
SM
MD
LG