د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان  منتخب جمهور ریس حامد کرزی د مخدره موادو موضؤع ته تر ټولو نه زیاته پاملرنه اړولی ده. - 2004-11-19


دافغانستان حکومت د مخدره موادو په باب د ملگرو ملتونو د رپوټ نه وروسته چی پکی افغانستان په اصطلاح د مخدره موادو هیواد بلل شوی دی وایی د مخدره موادو پرضد مبارزی ته متعهد دی . د افغانستان د حکومت نطاق وایی د افغانستان منتخب جمهور ریس حامد کرزی دی موضؤع ته تر ټولو نه زیاته پاملرنه اړولی ده. خو هغه وویل چی د کابل خلکو د روغتیایی اندیښنو له کبله پدی انتقاد کړی دی چی د کو کنارو په کروندو باندی دی خاص کیمیاوی مواد چی فصل یی له منځه وړی وشیندل شی. د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جنایاتو دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل چی سږ کال په افغانستان کی د مخدره موادو تولید په دریو کی دوه برخی زیات شوی دی . ددی اداری ریس انتونیو ماریه کوسته وویل چی دا به یوه تاریخی اشتباه وی که موږ د طالبانو د رژیم د نسکورولو نه وروسته افغانستان دی غټی ستونزی ته یوازی پریږدواو مرسته ورسره ونکړو.

XS
SM
MD
LG