د لاس رسي وړ اتصالات

د هند نظامی منابع وایی چی د يو نوي توغندی ازموینه یی په بریالیتوب سر ته رسولی ده. - 2004-11-26


په هند کی نظامی منابع وایی چی ځمکی نه هوا ته د لنډ واتن ایشتونکی توغندی ازموینه یی چی په بیلو ساحو کی استعمالیدای شی په بریالیتوب سر ته ورسوله. دا منابع وایی دا توغندی چی ‏(‎اکاش‏)‎ نومیږی نن د جمعی په ورځ سهار وختی د هند په شرقی ایالت د اوریسه د چندیپور ښار ته نږدی د ازموینو دپاره سیمی نه سمندر ته وتوغول شو. دوی وایی توغندی په بریالیتوب هدف ته ورسید . ددی توغندی وزن اووه سوه کیلو گرامه دی او کولای شی چی د شپیتو کیلو گرامو په ظرفیت ذروی کوپړی اوه ایشت کیلومتره انتقال کی.

XS
SM
MD
LG