د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د امریکا د اردو یوه الوتکه ورکه شوی ده  - 2004-11-30


په افغانستان کی د امریکا اردو، وایی، د یوی ورکی شوی الوتکی او د هغی د شپږو سورلیو پسی گرځی. امریکایی اردو وایی، دغه ٢١٢ ډوله الوتکه چه دعملی دری ملکی کسان او دری نظامی سورلی په کی وی، د شنبی په ورځ د کابل نه بهر، دبگرام د هوایی ډگرنه والوته، خو بیرته خپل مرکز یا کوم بل هوایی میدان ته نده رسیدلی. د امریکا د اردو مامورین وایی، د ژغورنی ډلو، وروسته له هغی خپل ټول پام د افغانستان مرکزی غرنی برخی کی لټون ته واړاوه چه، یوه ترانسمیترورته ځنی علامی او نښی ورسولی. پوځی مامورینو دا و نه ویل چه په کوم مشخص ځای کی لټون کوی. همدغه راز یی دا هم ونه ویل چه، دا ورکه شوی الوتکه، چه د امریکا د پوځ سره د عسکرو او سامان الاتود انتقالولو قرارداد لری، کوم ځای ته روانه وه .

XS
SM
MD
LG