د لاس رسي وړ اتصالات

پرویز مشرف د څلور ایشت ساعته سفر په ترڅ کی مکسیکو ته تللی دی - 2004-12-03


د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف د څلور ایشت ساعته سفر په ترڅ کی مکسیکو ته تللی تر څو د مکسیکو جمهور ریس ویسینت فاکس سره وگوری . د پاکستان جمهور ریس د پنجشنبې په ورځ د مکسیکو پایتخت ته ورسید. لدینه مخکی جنرال مشرف ارجنتین ته سفر کړی و او هلته هغه د جمهور ریس نیستور کرچنر سره د نړیوالو اړیکو او تجارت په باب خبری وکړی. دا دوه مشرانو د ملگرو ملتونو د امنیت دشورا د اصلاحاتو په ملاتړ یوه گډه اعلامیه هم خپره کړه. لاتینی امریکی ته د جنرال مشرف په سفر کی برازیل ته تگ هم شامل و .هلته په برازیل کی هغه د برازیل جمهور ریس لویز اینه سیو لو له دو سیلوه څلور تجارتی مهمی موافقتنامی امضا کړی چی په هغو کی د مخدره موادو د قاچاق پر ضد د مبارزی او همدارنگه د لوگی په خلاف د مبارزی مسله هم شامله ده. د مکسیکو نه وروسته جمهور ریس پرویز مشرف واشنگتن ته را روان دی چی د جمهور ریس بش سره وگوری او له هغی نه وروسته به بریتانیی او فرانسی ته هم سفر وکی.

XS
SM
MD
LG