د لاس رسي وړ اتصالات

دکابل  په پلچرخی زندان کی د قیدیانو بغاوت ددوی او د دریو پولیسو په مرگ تمام شو.  - 2004-12-17


د افغانستان د دفاع د وزرات مامورین وایی عسکرو یی کابل ته نږدی په زندان کی دوه مسلحه پاکستانی بندیان چی غوښتل یی د بند نه وتښتی وژلی دی.او پدی ترتیب پلچرخی زندان کی خونړی پاڅون پای ته ورسید.

عسکرو نن د جمعی په ورځ د پل چرخی پر زندان باندی چی محافظین یی د مسلحو بندیانو سره په نښتو بوخت و یرغل ور وړ او د دوی د تیښتی پلان یی شنډ کړ. په کابل کی د زندانونو ریس وایی د القاعده ترورستی شبکی سره تړلو څلورو تنو بندیانو د جمعی په ورځ د بندیخانی نه د تیښتی هڅی پیل کړی.دا څلورو تنو کی یو عراقی او دری تنه نور پاکستانیان و .دوی د بندیخانی یو امنیتی څارونکی وواژه او وسله یی تری واخسته او بیا یی دوه تنه نور محافظین هم ووژل .

پدی څلور تنو کی دوه تنه یی په ډزو کی ووژل شول د پیښی د ځای نه را رسیدلی رپوټونه وایی چی د دوه تنو پاتی بندیانو او محافظینو تر منځ چی زندان یی محاصره کړی و ډزو دوام درلود.

دا زندان د کابل په لمنه کی پروت دی او دا داسی زندان دی چی پکی غټ جنایتکاران ساتل کیږی او د توقېف د مرکزونو نه بیل دی ځکه چی هلته د القاعده ترورستی شبکی پوری تړلی جنایتکاران ساتل کیږی.

XS
SM
MD
LG