د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف وایی چی گاونډی ملکونه او هیوادیی باید د سرحد نوی کرښه واچوی  تر څو د کشمیر مسلی ته د حل د لاری چاری  وموندل شی. - 2004-12-24


د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف وایی چی گاونډی ملکونه او هیوادیی باید د سرحد نوی کرښه واچوی تر څو د کشمیر مسلی ته د حل د لاری چاری وموندل شی.

جنرال پرویز مشرف په اسلام اباد کی یوی امریکایی او پاکستانی گډی موسسی ته څو ساعته وروسته له هغه دا خبری د وینا په ترڅ کی وکړی چی د پاکستان خارجه وزارت پر هند انتقاد وکړ او ویی ویل چی هند د کشمیر د سرحد نوی کرښی تعینول نه منی. د خارجه وزارت نطاق مسعود خان د هند نه غوښتنه وکړه چی د کشمیر په مسله کی دی شدت پریږدی او د نرمی نه دی کار واخلی. د هند صدراعظم من موهن سنگ پدی وروستیو نژدی وختونو کی ویلی و چی د کشمیر د مسلی د حل دپاره به هره لاره چاره په نظر کی ونیسی او عملی به یی کړی خو اوس یی د کشمیر د نوی کرښی مسله ونه منله .

هند او پاکستان د کشمیر د جنجالی مسلی په باب په خبرو او مذاکراتو اخته دی . ددی دواړو هیوادو خارجه وزیران به د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کی بیا خبرو ته سره کینی.

XS
SM
MD
LG