د لاس رسي وړ اتصالات

په فلسطین کی د فتح غټه ډله به ښایی د ښاروالیو لومړنی انتخابات وگټی که څه هم چی د حماس ډلی هم پکی ځا ن ښه ښودلی دی. - 2004-12-24


د لویدیځی غاړی نه را رسیدلی رپوټونه وایی چی د فتح غټه ډله به ښایی د ښاروالیو لومړنی انتخابات وگټی که څه هم چی د حماس ډلی هم پکی ځا ن ښه ښودلی دی.

خبری اژانسونه \ د فلسطین د مامورینو له قوله وایی چی په ٢٦ ښاروالیو کی د الفتحی گوند تر ټولو نورو گوندونو زیاتی رایی گټلی دی .

ددی رایو نتایج به د شنبې په ورځ اعلان شی. د پنجشنبې د ورځی انتخابات د فلسطین د جمهوری ریاست انتخاباتو دپاره د تمرینی انتخاباتو په شان و چی د جنوری په نهمه به تر سره شی . ددی انتخاباتو نه بل مقصد دا هم و چی د حماس او الفتح شهرت واضحه شی چی د لومړی ځل دپاره په انتخاباتی مبارزه کی سره رقابت ته دریدلی دی. د فلسطین صدراعظم احمد قوریه دا انتخابات د فلسطین د نوی دولت د جوړولو دپاره لومړی گام وباله . ددی انتخاباتو بل روڼ به چی ساحه به یی هم ددی نه لا پرخه وی د جمهوری ریاست د رایو نه وروسته وشی.

XS
SM
MD
LG