د لاس رسي وړ اتصالات

لږ تر لږه اته ویشت تنه د بغداد په یوه کور کی د  يوی چاودنی له امله وژل شوي دي. - 2004-12-29


عراقی مقامات وایی لږ تر لږه اته ایشت تنه چی شپږ یی پولیسان و د بغداد د ښار په یوه کور کی په زوره وری چاودنی کی ووژل شول. مامورین وایی تندروانو دا کور د چاودیدونکو موادو نه ډک کړ پولیسان یی ورته را وبلل او بیا یی وچولو. دوی وایی یوه نامعلوم سړی په تیلفون کی دوی وغولول او ورته ویی ویل چی بهرنی تندروان ددی ودانی نه د خپلو عملیاتو د مرکز په توگه کار اخلی. ددی چاودنی له امله نږدی ودانی هم اواری شوی دی او پولیس وایی ددی ویره ده چی د خاورو خځلو لاندی یی ډیر کسان ایسار پاتی وی. د سه شنبې په ورځ لږ تر لږه درویشت عراقی پولیسان او یو امنیتی گارد وروسته له هغی ووژل شو چی تندرو انو د بغداد په شمالی سیمه چی ورته د سنیانو مثلث ویل کیږی ناڅاپی حملو وکړی .

په عراق کی امریکایی لوړ رتبه پوځی مامورین وایی ددی احتمال زیات دی چی د جنوری دیرشمی نه مخکی چی ټاکل شوی په هغه هیواد کی انتخابات تر سره شی د ناڅاپی حملو شدت نور هم زیات شی .

XS
SM
MD
LG