اوزبکستان، افغانستان، او ایران موافقه وکړه چي په گډه به د افغانستان له لاري یوه داسي ترانسپورتي لاره جوړه کړي چي اوزبکستان د پارس له خلیج سره ونښلوي. د اوزبکستان د بهرینو چارو د وزارت یوه اعلامیه وایې د درو واړو ملکونو مامورینو یوه موافقه نن په تاشکند کي تر هغو خبرو وروسته لاسلیک کړه چي د هغه پر اساس به د درو واړو ملکونو د انسجام یوه گډه شورا هم جوړه سي. دغه اعلامیه وایې دا موافقه به د هغه ٢۴٠٠ کیلومتره اوږدې لاري د جوړېدو لپاره یو حقوقي اساس وي چي اوزبکستان به د پارس له خلیج سره د افغانستان له لاري نښلوي. د اوزبکستان خارجه وزارت د دغي پروژې د لگښت او د کار د شروع کېدو په باب نور تفصیلات ور نه کړه.