د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان په کشمیرکی د اوبو  د بند د جوړولو خبری پرته لدی چی کومی نتیجی ته ورسیږی ختمی شوی  - 2005-01-07


هند او پاکستان د کشمیر په جنجالی سیمه کی د اوبو د بند د جوړولو خبری پرته لدی چی کومی نتیجی ته پی ورسیږی ختمی شوی . مامورینو دا اعلان نن د جمعی په ورځ په نوی دهلی کی وکړ.

دا خبری د سه شنبې په ورځ پیل شوی او موده یی یوازی دوی ورځی ټاکل شوی وه خو اوس مامورینو یوی نتیجی ته د رسیدلو په هیله د دی خبرو موده یوه بله ورځ هم غزولی ده.

پاکستان ویره لری چی که د هندی کشمیر په باغلیار سیمه کی د اوبو بند جوړ شی نو د چناب په سیند کی چی د هند او پاکستان دواړو نه تیریږی، اوبه پاکستان خوا ته به کمی شی.

پاکستان د هند دا اقدام د نولسوه شپیتم کال پردوه اړخیز تړون باندی چی د اوبو د تقسیم په اړه لاسلیک شوی دی تیری بولی . د هند حکومت وایی دا بند د پاکستان پر لوری د اوبو پر جریان باندی هیڅ کوم اثر نه اچوی.

XS
SM
MD
LG