د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايانو د فضایې تحقیقاتو يوه بيړئ په بریالیتوب سره د زحل د تیتان د سپوږمۍ اتموسفیر ته ورسوله. - 2005-01-14


د اروپا د فضایې چارو د ادارې مامورین وایې چي د هوگینز په نامه د فضایې تحقیقاتو وسیله په بریالیتوب سره د زحل د تیتان د سپوږمۍ اتموسفیر ته د خپل اووه کلن فضایې سفر په وروستیو شېبو کي رسېدلې ده. دغه فضایې بېړۍ چي د امریکا، اروپا، او اتیالیا د فضایې چارو د ادارو په گډو همکاریو جوړه او فعاله سوېده، نن یې دوه پراشوټه ددغي سپوږمۍ سحطي ته وغورځول چي په هغو کي سره خپله ور کښته سي.

د اروپا د فضایې چارو مامورینو په جرمني کي په یوه خبري کانفرانس کي وویل چي دغي بېړۍ د زحل په سپوږمۍ کي د کښېناستلو زیگنالونه یا اشارې ځمکي ته رالېږلي دي چي دا کار د انجینرۍ یو ستر بری دی.

هیوگینز د تیتان د سپوږمۍ د اتموسفیر جوړښت مطالعه کوي، او ساینس پوهان فکر کوي چي د تیتان شرایط زموږ ځمکي ته ورته دي.

XS
SM
MD
LG