جمهور رئیس بوش په نظر کی لری چی ځلمی خلیل زاد په عراق کی د امریکا د نوي سفیر په توگه وټاکی .
د امریکا د حکومت لوړ رتبه مامورین وایی چی جمهور رئیس بوش ښاغلئ خلیل زاد انتخاب کړ چی په عراق کی چی د ډیرو سختو حالاتو سره مخامخ دی د پخواني سفیر جان نیگرو پانتې ځای ونیسی . تر اوسه لا په دې باب کوم رسمی اعلان نه دی شوی . جمهور رئیس بوش نیگرو پانتی د امریکا د ملی استخباراتو لومړنئ رئیس ټاکلی دی .
د امریکا جمهور رئیس بوش په ٢٠٠٣ کال کی د ښاغلي خلیل زاد نه وغوښتل چی د افغانستان په جنگ ځپلي ملک کی د انتخباتو او د بیا رغوني د چارو څارنه وکړی . لدینه مخکی ښاغلئ خلیل زاد د بوش په حکومت کی د ملی امنیت په چارو کی یو لوړ رتبه صلا کار و .