د لاس رسي وړ اتصالات

ائتلافی  عسکرو د پکتیا په ولایت کی د طالبانو درې جنگیالي وژلي دي - 2005-03-24


په افغانستان کی د امریکا نظامی مامورین وایی چی ائتلافی عسکرو د پکتیا په ولایت کی د پاکستان سره سرحد ته نژدې د طالبانو درې جنگیالي وژلي دي چی په هغو کی د طالبانو یو غټ قوماندان هم شامل و . مامورین وایی چی په دې جگړه کی چی په سه شنبې هغه وخت شروع شوه چی ائتلافی قواو غوښتل دغه مبارزین چی په یوه کلی کی پټ شوي وو ونیسی یوه ښځه او دوه ماشومان هم وژل شوی دي . اردو وایی چی په وژل شوو کسانو کی د طالبانو یو قوماندان رازمحمد چی په ائتلافی قواو باندی یې په څو حملو کی لاس درلود هم شامل و . په چارشنبې د خوست په ولایت کی هم پنځه کسه مشکوک یاغیان د امریکایی عسکرو سره په جگړه کی ووژل شول . په افغانستان کی د امریکا په مشری ائتلافی قواوي د طالبانو د وفادارانو سره چی په ٢٠٠١ کال کی د هغوی د رژیم د ړنگیدو نه را وروسته ځای ځای حملې کوی په جگړو اخته دي .

XS
SM
MD
LG