د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به د پاکستان د دفاعی ضرورتونو په پوره کوولو کی مرسته وکړی.  - 2005-04-14


د امریکا د دفاع وزیر دانلد رمزفیلد د جنوبی اسیا هیوداونو ته خپل سفر په دې لوز پای ته رسولی چه امریکا به د پاکستان د دفاعی ضرورتونو په پوره کوولو کی مرسته وکړی. د اسلام اباد څخه د امریکا غږ خبریال بنجمن ساند رپوټ راکوی چه ښاغلی رمز فیلد همدارنگه د تروریزم سره په مقابله کی د پاکستان رول وستایه.

د پاکستان مامورینو د دفاع د وزیر رمزفیلد او د پاکستان د جمهور رئیس پرویز مشرف تر منځ خبری یوه گرمه غونډه وبلله. د خارجه وزارت نطاق جلیل عباس جیلانی په دې ارتباط وویل

د دفاع وزیر رمزفیلد په سیمه کی د سولی په راوستو او د تروریزم سره په نړیواله مقابله کی د پاکستان د مهم رول ستاینه وکړه.

د دې غونډی په باره کی چه د چهار شنبې په ماخستن وشوه کم جذئیات خپاره شوی او د امریکا مامورینو پر دې غونډه باندی د تبصرې څخه ډډه وکړه. مگر د پاکستان په رسمی وینا کی راغلی دی چه واشنگټن به د پاکستان د برحقه دفاعی ضرورتونو په برخه کی د هغه هیواد سره مرسته وکړی. په دې بیان کی دا هم راغلی چه ښاغلی رمزفیلد همدارنگه د واشنگټن دا وروستی فیصله وستایله چه غواړی پر پاکستان باندی اف شپاړس ډوله الوتکی وپلوری او وایی چه دا کار به د پاکستان دفاع تقویه کړی. د نونس سوه نه اتیا راهیسی کله چه پاکستان خپل اول اتومی بم وازمایه دا اول وار دی چه امریکا پاکستان ته جنگی الوتکی ورکوی. پاکستان د تروریزم سره په مقابله کی د امریکا نژې ملگری دی او په عوض کی د امریکا څخه اقتصادی او پوځی مرستی تر لاسه کړی دی. ښاغلی رمزفیلد دا سفر د سه شنبې په ورځ عراق ته شروع کړ. د چهار شنبې په ورځ هغه د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزی سره وکتل او د امریکا او افغانستان تر منځ د اوږدې مودې پوځی اړیکو تر څنگ یې د سیمه ایزو امنیتی موضوعاتو په باره کی خبری وکړې. ښاغلی رمز فیلد د پاکستان څخه قزاقستان ته چه د امریکا د پوځی عملیاتو دپاره یوه مهمه پوځی اډه ده ولاړ. هلته د قزاقستان نوی حکومت هغه ته دا ډاډ ورکړ چه امریکا کولی شی د هغه هیواد د تاسیساتو څخه استفادې ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG