د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان دلومړیو پارلمانی انتخاباتو لپاره مقررات اعلان شویدی - 2005-04-26


دطالبانودپرزول شوی رژیم نه وروسته دافغانستان دلومړیو پارلمانی انتخاباتو لپاره مقررات اعلان شویدی او دکاندیدانو دنومونو لیکل به دشنبی په ورځ پیل شی . فکرکیږی چې دسیپټمبر دمیاشتی پارلمانی انتخابات د افغانستان دنوی ډموکراسی لپاره ډیر مهم دی .

دامریکا غږ خبریال بن جامن ساند پدی باره کې له اسلام ابادنه دا رپوټ رالیږلی دی . هرافغان که نروی یاښځه او د٢٥ کال په عمروی دسیپټبر د١٨ نیټی دپارلمانی انتخاباتو کې ځان کاندیدولی شی او دنومونو لیکل ئې دشنبی په ورځ پیل کیږی . کاندیدان به دولایتی جرگو او دنوی پارلمان دواړولپاره چې ٢۴٩ څوکې لری، په خپله انتخاباتی مبارزه پیل کوی . راتلونکی کاندیدان دری هفتی وخت لری چې فورمی خانه پوری کړی او دری سوه امضآ گانی راټولی کړی چې په هغې سره دکاندید کیدو وړ کیږی . دغه انتخابات دافغانستان دنوی ډموکراسې دریم مهم پړاواو ازمایښت دی . تیرکال نوی اساسی قانون تصویب شواو داکټوبر په میاشت کې دجمهوری ریاست انتخابات وشول . مگر دبریډ ایدمز په څیر ماهران وائې، دسیټبرانتخابات به ترټولو مهم امتحان ځکه وی چې استازی په اطراف کې انتخابیږی او په اوس وخت کې ټول سیاسی قدرت دافغانستان په اطراف کې دی . بریډ ایډمزدبشری حقوقو دمؤسسی هومن رائټز واچ سیمه یزه مدیر دی . هغه وائې: ١ اطراف ځکه مهم دی چې په افغانستان کې قدرت غیر متمرکزدی او په اطراف کې چې څوک منابع، وسلی اوپیسی لری نوهغوی دښځو درول په باره کې فیصله کوی نو پدی اساس دا ترډیره حده پوری دا یوه محلی موضوع ده . ملگری ملتونه او دافغانستان دانتخاباتو دچارو کمیسیون په گډه دپارلمانی انتخاباتو چاری پرمخ بیائې. دکمیسیون دنطاق کفیل سید ا‏عظم اقبال وائې، خلک په دغو انتخاباتو کې ډیره زیاته علاقه لری . هغه وائې: ٢ خلک پدی باره کې ډیرزیات هیجانی دی . موږ توقع لرو چې دپنځونه ترلسو زرو پوری کسان به ځانونه کاندید کړی . سیاسی گوندونو لاپخوا په کابل او نورو لوی ښارونو کې په اعلانونو او دپوسترونو په خپرولو پیل کړیدی او یوڅو سیاسی بحثونه او مناظری لا پخوا شویدی . افغان ماموران وائې، داځل به طرزالعمل محفوظ او په ټاکلی نیټه به وی . نه وروسته دافغانستان دلومړیو پارلمانی انتخاباتو لپاره مقررات اعلان شویدی او دکاندیدانو دنومونو لیکل به دشنبی په ورځ پیل شی . فکرکیږی چې دسیپټمبر دمیاشتی پارلمانی انتخابات د افغانستان دنوی ډموکراسی لپاره ډیر مهم دی . دامریکا غږ خبریال بن جامن ساند پدی باره کې له اسلام ابادنه دا رپوټ رالیږلی دی .

XS
SM
MD
LG