د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې تصفیوی عملیات دوام لري - 2005-05-04


په افغانستان کی د امریکا اردو وایی چی د زابل په ولایت کی د یاغي طالبانو سره په سختو جگړو کی تقریبا شل مشکوک یاغیان او یو افغان پولیس وژل شوي دي . په یوه نظامی بیانیه کی چی نن خپره شوې ویل شوی دي چی دا جگړه پرون شوې او په هغې کی شپږ امریکایی عسکر او پنځه افغان پولیسان هم زخمی شوی دي . په دې جگړه کی د جنگی الوتکو ، هلیکوپترو او همدا راز ځمکنیو عسکرو نه هم کار اخیستل شوی دی . بیانیه وایی چی شپږ یاغیان نیول شوی دي او دا جگړه په وروستیو څو هفتو کی تر ټولو سخته جگړه وه . اردو وایی جگړه وروسته له هغه شروع شوه چی یاغیانو په امریکایی عسکرو او افغان پولیسو باندی هغه وخت ډزی وکړې چی دیوه کلیوال په باب یې چی رپوټونو ویلی وو چی سخت وهل شوئ دی تحقیقات کول . یاغی طالبانو د هوا د ښه کیدو سره په افغاني عسکرو او د امریکا په مشری ائتلافی قواوباندی حملې زیاتی کړی دي .

XS
SM
MD
LG