د لاس رسي وړ اتصالات

آلماني کمپنۍ د ټاکنو لپاره بایومتریک سیستم چمتو کوي - کمیسیون


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د بایومتریک سیستم د "دارمالوک" په نوم یوه آلماني کمپنۍ چمتو کوي.

د دغه کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ‌ الله هاشمي د شنبې په ورځ (وږي/سنبلې ۳۱) خبریالانو ته وویل، چې لا تراوسه د دغه سیستم دستګاوې افغانستان ته نه دي رسیدلي، خو په دې برخه کې تر ۷۰ فیصده څیړنې بشپړې شوي دي.

د هغه پر وینا، په دې برخه کې دیرش فیصده تخنیکي او عملیاتي څیړنې لا هم پاتې دي، چې په راتلونکو دریو ورځو کې به بشپړې شي او له هغې وروسته به له آلماني کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړي.

هغه وویل "دا د افغانستان د حکومت مسولیت دی، چې د دې پیسې پیدا کړي او وریې کړي، خو راوړل یې څرنګه چې کمپنۍ خبره کړې د اکتوبر اولې هفته کې به دوی دا وسایل کابل ته رسوي. که د اکتوبر اوله هفته کې دا ورسیږي، زموږ له موادو سره یو ځای به هغه (ولایتونو) ته رسیږي، دا هم د افغانستان د حکومت مسولیت دی".

هغه زیاته کړه، چې د دغې وسیلې کارول خورا آسانه دی او هغه کسان هم ترې استفاده کولی شي، چې زیرک تیلیفونونه استعمالوي.

ښاغلي هاشمي وویل، چې دغه وسیله، په آنلاین او افلاین ډول د کارولو وړتیا لري او په مټ یې په څلویښتو ثانیو کې د یو رایې ورکوونکي مشخصات په سیستم کې ثبت کیږي.

د هغه پر وینا، په بایومتریکه بڼه د رایې ورکولو له دغه سیستم څخه به د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې هم کار واخیستل شي.

د ټاکنو په ورځ د رایې ورکوونکو بایومتریک کول، د سیاسي خوځښتونو او ګوندونو یوه عمده غوښتنه ده، چې د ټاکنو کمیسیون له دې وړاندې د وخت د کموالي له امله د دغې چارې عملي کول ناممکنه ګڼل.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي. د کمیسیون د چارواکو پر وینا، د دغو ټاکنو د عملي کولو لپاره په ټول افغانستان کې د رایې ورکولو ۵۱۰۰ مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG